بنګله دیش کې ځمک ښوویېدو لسګونه کسان وژلي

د بنګله دیش په جنوب کې د ځمکې ښووېدنې په یوه پېښه کې تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي دي.

سیل او خټې وروسته تر هغه راووتل چې موسمي بارانونه پیل شول کورونه یې ډوب کړل او سړکونه بند شوي دي.

ګڼ شمېر کسان لا هم ورک دي.

د چیتاګونګ ښار ډېرې برخې سیلابونو لاندې کړې دي، او لسګونه زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.