امریکايي محکمې د سامسونګ پر کمپیوټرو بندیز لګولی

یوې امریکايي محکمې په امریکا کې د کوریايي سامسونګ کمپنۍ د ګلکسي یو ډول کمپیوټرونو پر پلور بندیز ولګاوه؛ ځکه چې له خپل سیال اپل سره لانجه لري.

قاضي وویل که د ګلکسي تولیداتو پلورل دوام ومومي نو اپل کمپنۍ به سخت زیان وکړي.

اپل ادعا لري چې سامسونګ کمپنۍ د ایپاډ کاپي په غیر قانوني ډول ترلاسه کړې ده، چې په اړه به یې دواړه شرکتونه راتلونکې میاشت محکمې ته ولاړ شي.