فرانسه برما کې دیموکراتیک بدلون غواړي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د برما مخالفې مشرې انګ سان سوچي ته ویلي فرانسه به په برما کې د دیموکراتیک بدلون لپاره هرممکن اقدام ترسره کړي.

نوموړي دغه خبره له اغلې سوچي سره تر خبرو وروسته په پاریس کې وکړه.

د فرانسې ولسمشر دغه راز وویل که د برما اصلاح غوښتونکی ولسمشر غواړي چې فرانسې ته ورشي چمتو دی چې کوربتوب یې وکړي.

مخالفې مشرې اغلې سوچي هم ویلې د برما د پوځي مشرانو پرضد د کوم اقدام هوډ نه لري بلکې غواړي چې له هغوی سره په ګډه اصلاحات رامنځ ته کړي.