اروپايي مشران پر مالي کړکيچ غونډه کوي

د اروپایي ټولنې مشران په یورو زون کې د مالي کړکیچ د هواري په اړه سره جرګه کيږي .

داسې نښې ښکاري چې جرمني او فرانسې د مالي کړکیچ د سره د مبارزې پر څرنګوالي په خپلو کې اختلافات حل کړي دي.

د جرمني صدراعظمې انگېلا مېرکل تر دې غونډې دمخه په فرانسې کې ټينگار وکړ چې د گډې اروپايي سکې- يورو غړو هيوادو ته په کار ده د خپلو ملي پورونو د يوځاى کولو په اړه له هرې پرېکړې مخکې، د لا نژدې اقتصادي او سياسي نژدېوالي هڅه وکړي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په دې برخه کې د امکان تر حده د همکارۍ ا یو والي غږ وکړ .

اسپانيا او ایټالیا هم دواړو د جرمني پر لا نور ملاتړ ټینګار وکړ