ايران د سوريې په حل لارو کې برخه غواړي

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر ویلي هیواد یې چمتو دی چې په سوریې کې د تا وتریخوالي د ختمولو لپاره په نړیوالو هڅو کې ونډه واخلي .

محمد خزاعې د شنبه په ورځ تر هغې نړیوالې غونډې دمخه دا څرګندوني کړي چې د ملګرو ملتونو د استازي کوفي عنان له خوا بلل شوې او د ایران په ګډون نور ګاونډي هیوادونه نه دې ور بلل شوي .

لویدیځ مشران ایران د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ تورنوي ، خو ملګرو ملتونو ته په وینا کې ښاغلي خزاعي وویل د تاوتریخوالي حل لاره په همکارۍ کې نغښتې د ه او دا چې ایران په دغه سیمه کې ډیر پیاوړی نفوذ لري.

په همد ې حال کې لویدیځ دیپلوماتان وایې روسیې او نورو سترو هیوادونو په سوریې کې د یوه ملي متحد حکومت چې هلته د سیاسي لیږد مشري وکړي، پر جوړیدو موافقه کړې ده .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلېنټن وايي ډېره هيله منه ده چې د سوريې په اړه دغه جوړېدونکې نړيواله غونډه د اوښتو ن يو ټکى شي.