اوباما په اور ځپلو سيمې گرځي

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د متحده ایالاتو یوې لویدیځي برخې ته چې د اور لګیدنو له کبله ویجاړه شوې ، سفر وکړي.

دا مهال په اوو بیلابیلو ایالتونو کې نهه ویشت ځایه د اور لګیدو پیښې رامنځته شوي ، خو تر ټولو ډیر په کولورادو ایالت کې وضعیت کړکیچن دی.

دغلته د اور لمبې دوهم لوی ښآر کولورادو سپرینګس ته رسیدلي او په هغې سیمې کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک اکاډمۍ ګواښي .

څه باندي دیرش زره کسان باید له دغې سیمې ووځي .

ښاغلی اوباما به سبا دغې سیمي ته ورشي .