مېرکل د مالي ثبات د بېرته رغېدو د هوکړې دفاع وکړه

د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل د هغې هوکړې دفاع کوي، چې تېره شپه یې د اروپا له نورو مشرانو سره د مالي ثبات د بېرته رغېدو لپاره کړې ده.

د هوکړې له مخې به هغه بانکونه، چې له مالي کړکیچ سره مخ دي، د یورو له کارونکونکو هېوادونو مخامخ پیسې تر لاسه کوي، چې په اصل کې جرمني ورسره مخالف و.

اغلې مېرکل وايي، په ټوله کې دغه پرېکړه ماتې نه وه بلکې دهغې په وینا یوه لاسته راوړنه وه.

په بروکسل کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه هوکړه د لا نور یووالي لپاره مهم ګام دی.