د جوزجان یو ولسوال له مېرمنې او لور سره وژل شوی

په شمالي ولایت جوزجان کې چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د قرقین ولسوالۍ ولسوال له خپلې مېرمنې او یوې لور سره په خپل کور کې وژل شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، یو وسله وال تن د ولسوال کور ته ورغلی و او ولسوال یې له مېرمني او لور سره په ډزو وژلي دي.