کینیا کې څلور بهرني مرستندویان تښتول شوي

د کینیا پولیسو ویلي چې له سومالیا سره پولې ته نژدې څلور بهرني مرستندویان تښتول شوي دي.

پولسو دا هم ویلي چې له تښتول شوو سره یو کینیایی چلوونکی هم دی، چې تښتوونکو وژلی.

په تښتول شوو کې د کاناډا، ناروې پاکستان او فلپین مرستندویان دي.

تښتوونکو د دغو کسانو پر ګاډي برید کړی او دوی له ځانه سره وړي دي.

هغه سیمه چې دغه کسان په کې تښتول شوي، شاوخوا ۴۵۰ زره سومالیايي وګړي په کې مېشت دي.

مخکې هم له دې سیمې ځینې مرستندویان تښتول شوي وو، چې ګڼو مرستندویانو خپل فعالیتونه هلته ودرول.