لس ګونه زره هانګ کانګیانو لاریون وکړ

لس ګونه زره کسان په هانګ کانګ کې وروسته له هغې له یوه دیموکراسي پلوي لاریون سره یو ځای شول، چې نوي مشر يې د لوړې مراسم پرځای کړل.

نوي مشر د لوړې مراسم پر داسې مهال ترسره کړل، چې هانګ کانګ د چین تر واکمنۍ لاندې د راتلو ۱۵ کلیزه ولمانځله.

د هانګ کانګ نوي مشر، سي وای لیونګ ژمنه وکړه، چې د برتانیا د دغې پخوانۍ مستعمرې د ملکي ازادیو دفاع به کوي.