د جینیوا پړېکړې ته د سوريې حکومت مخالفې ډلې غبرګون

د سوریې د حکومت مهمه مخالفه ډله وايي، د سوریې لپاره د منځ مهالي حکومت په نوي پلان کې مثبتې برخې شته.

خو د سوریې د ملي شورا یو ویاند وویل، د جینیوا د شنبې ورځې (د جون په ۳۰) په نړیواله غونډه کې په شوې پرېکړه کې، په پراخه کچه نا روښانیتا شته.

په همدې حال کې د سوریې دولتي تلوېزیون ټیګار کوي، چې په نوي پلان کې دا نه دي ویل شوي، چې ولسمشر بشرالاسد دې له واکه ګوښه شي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو ولیم هېګ بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر بشرالاسد د منځ مهالي حکومت برخه نه شي جوړېدای.

"موږ له روسیې او چین سره دې هوکړې ته و رسېدو، چې منځ مهالی حکومت به د سوریې له اوسني حکومت او مخالفو ډلو نه رامنځ ته کیږي. او په منځ مهالي حکومت کې به ولسمشر بشرالاسد برخه نه اخلي. زموږ له نظره دا د روسیې په دریځ کې يو پرمختګ دی او موږ باید اوس هڅه وکړو، چې دا کار پلی کړو".