سوري مخالفین له واشنګټن وسلې غواړي

د سوري ځکومت مخالفینو پر واشنګټن غږ کړی چې د ټانکونو او چورلکو ضد توغندي ورکړي.

سوري مخالفینو له متحده ایالتونو غوښتي چې د واکمن نظام د ولسمشر بشارالاسد له شره ځانونه خلاص کړي او امریکا دوی ته وسلې ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د سوري ځینو مخالفینو په حواله ویلي چې ازاد پوځ ویلي، وسله وال یې د ټانکونو او الوتکو ضد وسلو ته اړتیا لري.