القاعدې د تښتول شوي دپلومات وېدیو خپره کړه

په یمن کې د القاعده مشکوکو غړو د هغه سعودي دیپلومات بله ویډیو خپره کړې، چې په مارچ کې دوی تښتولی وو.

د عبدالله الخالدي په دغه درې دقیقه يي ویډیو چې په انټرنېټ کې خپره شوې، ښاغلی الخالدي د سعودي عربستان له پاچاه عبدالله غوښتنه کوي، چې د تښتوونکو غوښتنې ته پوره کړي.

تښتوونکي د زانداني ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

ښاغلي الخالدي وايي، هغه مېرمنې، چې د سعودي امنیتي ځواکونو زنداني کړي، د القاعده د غړو خپلوانې دي.

هغه تر وړاندې په مۍ میاشت کې په یوبله ویډیو کې هم ورته غوښتنه کړې وه.