استرالیا وايي افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی

د استرالیا پوځ ویلي چې افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری وژل شوی دی.

دغه هېواد د پېښې د څرنګوالي او کره ځای په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان پوځ یونیفورم یوه اغوستونکي کس پر برتانوي پوځيانو ډزې وکړې او درې پوځيان یې ور ووژل.