فرانسوي پولیس د ساغکوزي کورونه تالاشي کوي

په فرانسه کې پولیس د پخواني ولسمشر نیکولاس ساغکوزي چې دوه میاشتې مخکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پاتې راغی، کورونه تالاشي کوي.

دا تحقیقات د هغو ادعاوو له مخې کېږي چې وايي پخواني ولسمشر ساغکوزي په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره په غیر قانوني توګه پیسې ترلاسه کړې دي.

څارنوالان هغه ادعاوې څېړي چې وايي هغو خلکو چې د فرانسې شتمنې ښځې فلیني بټنکوټ لپاره کار کوي، د ښاغلي ساغکوزي کمپاین کوونکو ته نغدې پیسې ورکړي دي، خو ښاغلی ساغکوزي دا تورونه ردوي.