عراق کې چاودنو ۴۰ کسان وژلي

د شیعه ګانو تر مذهبي مراسمو مخکې په عراق کې څو بمي چاودنو تر۴۰ ډېر کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

ډېری کسان په سویلې ښار دیوانیه کې ووژل شول چې په یوې لارې کې چاودېدونکي توکې له یوه جومات سره په کې وچاودېدل.

نور بریدونه له کربلا سره نژدې وشول.

د کربلا والي وايي د القاعده ډلې هڅه کوي چې د راتلونکې جمعې په ورځ د شیعه ګانو له مذهبي مراسمو د مخه د هغوی د تشریفاتي مراسمو مخه ونیسي.