د افغان پوځ ینفورم په تن کس پنځه بهرني عسکر ټپیان کړي

افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي یو تن چې د افغان پوځ ینفورم یې په تن و په میدان وردګ ولایت کې پنځه بهرني عسکر په ډزو ټپیان کړل.

ګومان کېږي چې ټپي شوي پوځیان امریکايان دي چې اوس یې درملنه کیږي. د هغوی د هویت او ټپونو د څرنګوالي په اړه نور څه نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه پورې په دغه ډول بریدونو کې له شلو ډیر بهرني پوځیان وژل شوي دي.

د تیرې یکشنبې په ورځ په سویلي ولایت هلمند کې هم یوه افغان چې د پولیسو ینفورم یې اغوستي و درې بریتانوي پوځیان په ډزو ووژل.

پر نړیوالو ځواکونو دغه ډول بریدونه په داسي حال کې کیږي چې نړیوال ځواکونه په تدریجې ډول امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپاري.