چین د ماشومانو په قاچاق کې ۸۰۰ ښکېل کسان نیولي

په چین کې پولیس وايي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د ماشومانو په قاچاق کې د ښکېلو غدیو ۸۰۰ کسان نیولي او نژدې۲۰۰ ماشومان یې ترې ژغورلي دي.

د چین د عامه امنیت وزارت وايي په ټول هېواد کې ۱۰۰۰۰پولیسو د قاچاق کوونکو کړیو د ماتولو لپاره په دغو عملیاتو کې ګډون کړی وو.

د چین د حکومت په وینا تېر کال یې شاوخوا ۲۰۰۰۰ مېرمنې او ماشومان د انسانانو د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي دي.