"د سوريې په تړاو د چین او روسيې دريځ د زغم وړ نه دی"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن د پاریس په غونډه کې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، روښانه کړي چې روسیه او چین باید له ولسمشر بشارالاسد څخه د ملاتړ بیه پرې کړي.

مېرمن کلنټن وویل د دغو دوو هېوادونو له خوا په سوریه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي کړنو پر وړاندې خنډ نور د زغم وړ نه دی.

د غونډې په پای کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل ټولو ګډون والو د ولسمشر اسد د لېرې کېدو پر سر د نظر یووالی درلود.

بل پلو فرانسې تایید کړه چې د سوریې د ځواکمنې کورنۍ او ولسمشر بشارالاسد ته نژدې یوه جنرال سوریه خوشې کړې او د فرانسې په لور روان شوی دی.

سني مسلمان- جنرال مناف تلاس ته نژدې یوه سرچینه وايي چې هغه پاریس ته په لار دی چېرې چې ولسمشر فرانسوا اولاند د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د استازو په وړاندې نړیوال کنفرانس پرانیست. په دغې نړیوالې غونډې کې به ګډون کوونکي د شخړو د پای ته رسولو په لارو چارو خبرې وکړي.

په دمشق کې مېشت فعال امر الصادق پوځیانو ته د پناه ورکولو هرکلی کوي.