د کانګو په جمهوریت کې یاغیانو یو ښار نیولی

د کانګو په جمهوریت کې یاغیانو له یوګندا سره پر پوله پروت د بوناګانا ښار نیولی دی.

د ایم ۲۳ یاغیانو ډلې یوه ویاند ویلي دغه ښار یې له حکومتي ځواکونو سره تر یوې سختې جګړې وروسته ونیو.

ملګري ملتونه وايي د دوی یوه هندي سوله ساتی په نښتو کې وژل شوی دی.

د یوګندا چارواکي وايي د زرګونو کډوالو په ګډون یو شمېر کانګويي پوځیان هم د دوی خاورې ته اوښتي دي.