د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مخدره توکي ونيول شول

په هانګ کانګ ګمرګي چارواکي وايي د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مخدره توکي یې نیولي دي چې تر دې دمه د مخدره موادو په قاچاق کې تر ټولو لویه اندازه بلل شوې ده.

۶۵۰کلیوګرامه کوکېین له اکوادور څخه له ور رسېدلي کانتینره نیول شوي دي.

د امریکا د ګمرک له خبرداري سره د پېښې په تړاو درې تنه نیول شوي دي

د هانګ کانګ د مخدره موادو د څېړنې برخې مشر جان لي یې په اړه وايي:

کله چې موږ د کانتینر دروازه پرانیسته نو کوکېین مو ولیدل. زموږ لومړنۍ څېړنې دا نه ردوي چې مخدره توکي له جنوبي امریکا په کانتینر کې ځای پرځای شوي وي. موږ به دغه قضیه وڅارو.