د لشکر طیبه قومندان وژل تایید شول

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د یوه سیمه ییز قومندان وژل تایید کړي دي.

قومندان عمار تېره میاشت په یوه هوايي برید کې وژل شوی وو.

ناټو وايي د لشکر طیبه قومندان عمار د جون په ۲۹نیټه د کونړ په ولایت کې له خپلو یو شمېر نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

ویل شوي چې نوموړي قومندان په کونړ ولایت کې د افغان او نړېوالو ځواکونو پر ضد بریدونه سبمالول.