'سوریه کې دې نړیوال څارونکي راکم شي'

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون سپارښتنه کړې چې په سوريه کې دې د دغه سازمان د پوځي څارونکو شمېر راښکته کړای شي او تمرکز دې پر سياسي منځګړتوب واچول شي.

امنيت شورا ته په يوه راپور کې ښاغلي بان وړانديز وکړ چې څارونکي دې په پلازمينه دمشق کې وي او له حکومت او مخالفينو دواړو سره دې د خبرو د زياتولو لپاره اړيکې ونيسي.

په سوريه کې مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي د ملګرو ملتو بې وسلو څارونکو ته دا ناشونې کړې چې له اوربند نه څارنه وکړي.

پر همدې مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پر روسيې او چين خپل فشار زيات کړی چې د ولسمشر اسد ملاتړ کم کړي:

''د ټولې نړۍ سترګې اوس هغو څو هېوادو ته ورپاتې دي چې لا هم په دمشق نفوذ لري. دوی بايد ګامونه پورته کړي او خپل ټول وس وکاروي چې اسد مطمين کړي هغه څه چې دی يې ويني خيالي دي.''

بل خوا د سوري حکومت مخالفينو د پوځ د يوه جنرال د فراري کېدو هرکلی کړی چې له ولسمشر اسد سره يې نژدې کورنۍ اړيکې لرلې.

جنرال مناف تلاز له سوريې تښتېدلی او باور دا دی چې فرانسې ته تللی دی.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا ښيي چې د ولسمشر اسد رژيم پاېښت نه لري.