ترافیکي پېښې د دوو افغانانو ژوند واخیست

د افغانستان په سوېل ختيځ کې د خوست ګردیز پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله لږترلږه دوه مسافر مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د پکتیا د امنیت امر سمونوال محمد زمان وايي، پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د پکتیا ښواک ولسوالۍ په سټو کنډو کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مسافرو یو پلان کوچ ګاډی له یوه تراکتور سره وجنګېده.

ښاغلی زمان زیاتوي، په پېښه کې د ځینو ټپیانو او ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

سمونوال زمان د پېښې اصلي لامل ددغه سړک خاموالی بللی دی.

نوموړی وايي، چې دغه سړک نیمايي جوړ او نیم نور بیا ډېر ژوبل کنډ او کپر دی.

د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي ښودل شوي.

د سټو کنډو یوه غرنیزه سیمه ده.

افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله هر کال ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ترافیک او امنیتي چارواکي تر ډېره ددا ډول پېښو پړه د چلوونکو پر بې پامۍ او تېز تګ ور اچوي.