هلمند کې چاودنو څلور ماشومان وژلي

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د ماین دوو چاودنو لږترلږه څلور ماشومان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، لومړۍ چاودنه د تېرې جمعې په ورځ د ګرشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کې د ماشومانو د لوبو پرمهال شوې چې درې ماشومان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

بل خوا، د شنبې په ورځ د هلمند ګرشک ولسوالۍ په رحیم کلي کې هم پر ماشومانو یو خښ کړای شوی ماین چاودلی، چې یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.