جاپان له افغانستان سره نوره مرسته کوي

د جاپان د بهرنيو چارو وزير وايي هېواد به يې له افغانستان سره د نورو درې ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وکړي.

کوچيرو ګېمبا دغه څرګندونې په توکيو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د مرستندويانو د جوړېدونکي کنفرانس نه يوه ورځ وړاندې کوي.

ښاغلی ګېمبا وايي په ټوليز ډول به د مرستندويانو له لوري په دغه کنفرانس کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د ۱۶ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وشي.

د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره له خبرو وروسته ده وويل جاپان او جرمني هوډ لري چې په راتلونکې کې د افغانستان سياسي او مالي ملاتړ وکړي:

''د توکيو په کنفرانس کې، د راتلونکو لسو کلونو لپاره په افغانستان کې د يوې پېشبينې شوې طرحې په تړاو دواړو هېوادونو موافقه کړې ده چې په افغانستان کې به د ښې حکومتولی او پرمختګ لپاره له سياسي او مالي اړخه په بشپړ ډول ژمن وي.''