د سوریې توغندي د لبنان درې کسان وژلي

له شمالي لبنان نه راپورونه وايي له سوريې نه توغول شوې د هاوان ګولۍ پر يوه کلي لګېدلي او درې کسه يې وژلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي دوی د سوريې له پولې سره نژدې د وادي خالد په سيمه کې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

په وروستيو ورځو کې د لبنان له غاړې د وسله والو کسانو او د سوري ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله کېږي.