ختيځ تيمور کې ټاکنو لپاره د رايو مرکزونه تړل شوي

په ختيځ تيمور کې د پارلماني ټاکنو لپاره د رايو ورکولو مرکزونه تړل شوي دي.

ټاکل شوې د دې کال تر پايه د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

لومړی وزير وايي هغه باوري دی چې ګوند به يې اکثريت وګټي.

د ټولو لويو ګوندونو تمرکز پر دې دی چې څنګه د تېلو له درکه ميلياردونه ډالره عوايد مصرف کړي.

ختيځ تيمور ۱۰ کاله وړاندې له اندونيزيا نه د خپلواکۍ اخيستو لپاره رايه ورکړه، خو له هغه وروسته په سياسي بې ثباتۍ او فقر اخته وو، سره له دې چې د تېلو او ګازو زېرمې لري.