روسيه کې سيلابونه راغلي

د روسيې په سويل کې سيلابونو او ځمکې ښوېدنې د تورې بحيرې له لوی بندر نووروسېسک نه د اومه تېلو لېږدول ځنډولي او په ټوله سيمه کې يې ترانسپورتي اړيکې پرې کړي دي.

ځايي چارواکي وايي د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو لږ تر لږه ۸۷کسان وژلي او زرګونه کورونه يې اغېزمن کړي دي.

د دغې سيمې والي وويل د سېلاب اوبو سړکونه شلولي او د پوليسو يوه وياند بيا وويل د سيلاب څپې دومره زورورې وې چې له ترافيکي اشارو سره لګېدلې.