افغانستان کې د بیمې لسګونه ناقانونه شرکتونه فعالیت کوي

افغان چارواکي وايي چې اوسمهال په دغه هيواد کې د بيمې لسگونه شرکتونه په ناقانونه ډول فعاليت کوي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي چې له دغو شرکتونو څخه ډيرى يې بهرني دي،چې په وينا يې ددغه هيواد د بيمې بازار يې بې ټکاوه کړې دى.

د افغانستان د ماليې وزارت هم ددې خبرې پخلى کوي،خو وايي ددغو شرکتونو د مخنيوي توان نه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مشر قربان حقجو وایي همدا چاره د بیمې د شرکتونو د پرمختګ مخه نیسي.