کلنټن وايي له پاکستان سره د اړیکو ښه کول غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلیري کلنټن وایي له پاکستان سره د اړیکو ښه کول غواړي.

مېرمن کلنټن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې رباني کهر سره په خبرو کې وویل، تېرې تیاره او کړکېچنې اړیکې باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د نوو اړیکو د جوړولو خنډ نه شي:

''موږ دواړه له دې امله هڅېدلي یو چې ومو کولای شوای خپلې وروستۍ ستونزې شاته پرېږدو او اوس هغو ننګونو ته خپل پام راواړوو چې زموږ په وړاندې پرتې دي.

او د وروستۍ موافقې پر بنسټ له رامنځ ته شوي مثبت پرمختګه غواړو چې د خپلو نور مهمو ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره نوي ګامونه اوچت کړو.''