م.م: د مالي له بې ثباتۍ ۳۶۰ زره کسان تښتېدلي

د ملګرو ملتو د کډوالو اداره وايي له هغه راهيسې چې شپږ مياشتې وړاندې له مالي نه خلکو په وتو پيل کړی تر اوسه ۳۶۰زره کسان ترې تښتېدلي دي.

په پلازمېنه بماکو کې سياسي بې ثباتي د دې لامل شوې چې له بماکو او د مالي له شمال نه خلک ګاونډيو هېوادونو موريتانيا، نيجر او بورکينيا فاسو ته واوړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو اداره وايي په موريتانيا کې پنډغالي ډک شوي او په داسې حال کې چې بوديجه په کمېدو ده نوي کمپونه خلاصېږي.