رحمن ملک د پارلمان له غړیتوب استعفی وکړه

د پاکستان مشرانو جرګې ویلي، چې د کورنیو چارو مخکني وزیر او اوسني سلاکار رحمن ملک د پارلمان له غړیتوب استعفی وړاندې کړې ده.

د سه شنبې په ورځ رحمن ملک کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي چې پارلمان ته له دوو تابعیتونو سره راغلی و، چې یو یې د پاکستان او دویم د برتانیا دی.

نوموړي ویلي، غواړي چې له خپل برتانوي تابعیته تېر شي.

د ویلو ده چې د پاکستان سترې محکمې د برتانوي تابعیت له کبله په مشرانو جرګه کې د رحمن ملک غړیتوب ځنډولی و.