طالبان: پروان کې مو تورنه ښځه نه ده وژلې

وسله والو طالبانو ویلي، چې څه موده مخکې پروان ولایت کې د ناروا جنسي اړیکو په تور یې کومه ښځه نه ده وژلې.

د طالبانو ویناپاڼې ویلي، تر پلټنو وروسته، دوی ته جوته شوه، چې په دغه ولایت کې د ناروا جنسي اړیکو په تور ښځه طالبانو نه، بلکې د ښځې د کورنۍ غړو وژلې ده.

دوی وايي، چې دې ښځې له یوه سړي سره اړیکه درلوده، څه موده نادرکه وه، خو کله یې چې د کورنۍ غړو ومونده، دوی پخپله ووژله.