برتانیا د ترهګریزو بریدونو په تور درې کسان نیولي

په برتانيا کې پوليس وايي د ترهګريزو بريدونو د کولو په تور درې نيول شوي ګرم پېژندل شوي او نن به محکمې ته وړاندې شي.

دغه سړي چې عمرونه يې د ۲۳ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي تورن دي چې د ترهګريزو کړنو لپاره يې چمتووالی نيوه.

په هغو درې تنو چې نن ناوخته به محکمې ته حاضر شي دا تور هم دی چې ماينونه يې جوړول او د خپلو پلانونو د پلي کولو لپاره يې وسلې او موټر هم برابر کړي دي.

د برتانيا عدلي ادارو دا نه دي ويلي چې ايا دغو کسانو د يوه مشخص ځای په نښه کولو نيت درلود که نه.