سخت دریځه تورن ملا د محکمې بدلول غواړي

يوه سخت دريځه مسلمان ملا چې په امريکا کې د ترهګرۍ له تورونو سره مخامخ دی له برتانيا نه د محکمې د بدلولو په تړاو خپل غوښتنليک تسليم کړی دی.

ابو حمزه خپل غوښتنليک د بشري حقونو په برخه کې اروپايي محکمې ته د هغه د قضيې د اورېدو په موخه درخواست کړی دی.

امريکايي چارواکي دی په تښتونو او د ترهګرو د يوه روزنيز مرکز په جوړولو تورنوي.

په اپريل مياشت کې اروپايي محکمې د برتانوی محکمې د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې د هغه دوسيې ته د لېږلو اجازه ورکوي.