"د ولسمشر اسد په لرې کولو کې پاتې راغلې یو"

د سوریې حکومت عمده مخالفه ډله وايي دوی له څوکۍ څخه د ولسمشر بشارالاسد په لرې کولو کې د روسیې په هڅولو کې پاتې راغلي دي.

په مسکو کې تر خبرو وروسته د سوریې ملي شورا وویل روسیې د دوی غوښتنه رد کړه.

عبدالباسط سیدا چې د سوریې د ملي شورا مشري په غاړه لري وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته یې ویلي چې په سوریې کې وروستۍ پېښې یوازې د حکومت او مخالفینو تر منځ اختلاف نه دی بلکې یو انقلاب دی.