م.م کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته بیا ځواکونه استولي

ملګري ملتونه وايي د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته یي بیا خپل ځواکونه لیږلي دي.

د ملګرو ملتواداره وايي له دې کار څخه يي موخه په ختیځ ښار ګوما کې د ځواکونو شتون ټینګول دي.

دغه ښار د یاغیانو له ګواښ سره مخ دی. په کانګو کې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی راجر میکې وایي دوی خپلې ټولې هڅې کاروي، چې ګڼ مېشتې سیمه د م- ۲۳ غورځنګ له جنګیالو خوندې وساتي.

سرچینې وايي یاغیانو د تېرې اونۍ په پای کې په سیمه کې دوه ښارونه نیولي وو، چې بېرته د حکومت تر ولکې لاندې راغلي دي.