سعودي اولمپیک لوبه ته دوه ښځینه لوبغاوي استوي

د اولمپیک چارواکي وایي سعودي عربستا ن خپلې دوه ښځینه لوبغاړي د اولمپیک په لوبو کې د ګډون لپاره لندن ته استوي.

وجدان علي سراج به په جودو او سارا عطار به د اته سوه متره منډې په لوبو کې سیالي کوي.

د اولمپیک نړیوالې کمیټې او د بشري حقونو ډلو پر سعودي عربستان فشار راوړی چې دغه ډول لوبو ته یوازي د نارینه لوبغاړو په استولو بسنه ونه کړي.

دوو نورو هېوادونو قطر او بروني چې تر دې وړاندي یې هېڅ کله ښځینه لوبغاړي نه وې استولې له وړاندي ویلي چې د لندن په لوبو کې به د دوی په لوبډلو کې ښځي هم وي.