پر هندۍ نجلۍ څلور بريد کوونکي نيول شوي

د هند په شمال ختيځ کې پوليس وايي د دې اوونۍ په لومړيو کې يې پر يوې ځوانې نجلۍ د بريد په تړاو څلور کسه نيولي دي.

دغه پېښه چې فلم يې اخيستل شوی او بيا په انټرنټ خپور شوی د اسآم په ايالت کې رامنځته شوې ده.

په فلم کې يوه ډله سړي ښوول کېږي چې د نجلۍ ويښته باسي، سپکوي يې او سينې يې ترې باسي.

پر انجلۍ دغه بريد د ګڼې ګوڼې په يوه ډک واټ ترسره کېږي.

دغې پېښې په ملي کچه د خلکو غبرګون را پارولی او د هغو کسانو د نيولو غوښتنه يې کړې چې په دغه پېښه کې يې لاس درلود.