بمي چاودنې د لغمان د ښځو چارو رييسه ووژله

د افغانستان په ختيځ لغمان کې يوې بمي چاودنې د دغه ولايت د ښځو د چارو رييسه وژلې ده.

راپورونه وايي په پېښه کې د دې مېړه او له لسو ډير نور ټپيان شوې دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي حنيفه ساپۍ په مرکز مهترلام کې نن شاوخوا لس بجې ووژل شوه.