کوفي عنان وايي سوريه کې ګڼ وژنې ټکان ورکړی

د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عرب ليګ استازی کوفی عنان وايي د هما په ښار کې د ګڼې وژنې له امله يې ټکان خوړلی او وېرېدلی دی.

په سوريه کې د ملګرو ملتو د څار ماموريت وايي هڅه يې دا ده چې په هما کې د وژنو د پلټنو لپاره خپل څارونکي واستوي.

د دغه ماموريت مشر جنرال رابرټ موډ ويلي که دغلته اوربند وشي نو دوی حاضر دي چې سيمې ته ورشي.

پر همدې مهال د سوريې په جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې تر اوسه د تر ټولو بد قتل عام پړه پر يو بل اچوي.

مخالف فعالان وايي حکومتي ځواکونو د هما ترېمسح کلي کې له ۲۰۰ زيات کسان وژلي دي.

خو حکومتي رسنۍ پر دغو وژنو مخالفين پړه بولي.