کراکر: د افغانستان امنيت او اقتصاد نه خرابېږي

له کابل نه د امريکا تلونکي سفير هغه گونکوسي بېځايه وبللې چې وايي د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ښايي افغانستان څپ څپانده او يا له اقتصادي ماتې سره مخامخ شي.

راين کراکر د افغانستان پر کورنۍ تگلارې، د ولسمشر حامد کرزي پر راتلونکې او په شمال کې د ملېشو پر ډېرېدو هم خپل نظر څرگند کړى دى.

کراکر چې د دندې تر پوره کېدو يو کال دمخه کابل پرېږدي، دا څرگندونې امريکايي خبري آژانس اسوشيټېډ پرېس ته کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه ٦٢ کلن دېپلمات په روغتيايي دليلونو اړ شوى چې په افغانستان کې خپله څوکۍ پرېږدي او له دېپلماتيکو چارو تقاعد واخلي.