ګورډن براون د م. م د ښوونې او روزنې استازی شو

د برتانیا پخوانی لومړی وزیر، ګورډن براون د ښوونې-روزنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي بانکي مون وايي، ښاغلي براون به د ملګرو ملتونو له هغو هڅو سره مرسته وکړي، چې موخه یې د ۲۱۰۵ کال تر پایه د هر ماشوم لپاره د ښه کیفت زده کړو برابرول دي.

ښاغلي براون ویلي، چې د زده کړو پرمختګ یې ډیره پخوانۍ غوښتنه ده.

هغه دارنګه ویلي، چې پوهنه د غربت څپې ماتوي.