امریکا ته د چین خبردارۍ

د چین دولتي رسنیو امریکا ته خبر داری ورکړی، چې په ارام سمندرګي کې دې د نوي پوځي واک په ټینګار سره اختلافات نه راپاروي.

دشینهوا دولتي اژانس ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هڅه کوله، چې په خپل اسیایي سفر کې، چین په دپلوماتیک ډول راګیر کړي.

اژانس دا رنګه پر هغې تور پورې کړی، چې پر له پسې یې پر چین پرته له دې چې نوم یې واخلي، نیوکه کړې.

امریکا تېر کال ویلي و، چې په ارام سمندرګي کې به خپل پوځي شتون پراخ کړي او له خپلو اسیایي ملګرو سره به اړیکې لا پیاوړې کړي.