عبیدالله عبيد د ماين له چاودنې روغ وتلی

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر د موټر په کاروان د بغلان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د ماین چاودنه شوې.

وزير عبيدالله عبيد له بريده روغ وتلی دی. د بغلان والي منشي عبدالمجید بي بي بي سي ته وویل په پېښه کې یوازې دوه پولیس ټپیان شوي او چارواکو ته کوم زیان نه دی اوښتی. پلاوی بېرته د پلخمري ښار ته ستون شوی دی.