د مکسيکو پوليس د غلو په داړې پسې ګرځي

پولیس په مکسیکو کې د هغې وسله والې غدۍ لټون کوي چې د مکیسکو سیټي بهر یې د عیسوي ځوانانو پر کمپ برید کړی وو. څارنوالان وايي وسله والو پر کمپ څو ساعته خپل برید ته دوام ورکړ، خلک یې وهلي ټکولي او غلا یې ترې کړې ده. برید کوونکو پر اوو نجونو جنسي تیری هم کړی او په دوو غلا شویو موټرو کې تښتېدلي دي.