جاپاني سرتېري له سيلاو ځپلو سره مرسته کوي

جاپاني سرتیري د دې هېواد په جنوبي ټاپو کیووشو کې بندو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي، چې لارې یې د سیلابونو له امله تړل شوي دي. ویل کیږي تر پنځو زرو ډېر کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه د څلورویشت کسانو مړینه هم تایید شوې ده. اورښتونو اوس د دې هېواد پخوانۍ پلازمینې کیوتو عمده ټاپو هونشو ته مخه کړې ده. د سیند د شاوخوا کورونه اوبو لاندې کړي او اوسیدونکي یې ژغورل شوي دي.