هما کې د ملکيانو د وژنې شواهد نه دي موندل شوي

په سوریې کې د ملګرو ملتونو څارونکي وايي داسې ښکاري چې حکومت د هما ښار د تریمسې په کلي کې د پوځ له لیکو پر تښتېدلو پوځیانو او مخالفو فعالینو بریدونه کړي دي. ویل کیږي په برید کې پوځ د زغره والو ګاډو په ګډون درنې وسلې هم کارولي دي. مخالفینو د پنجشنبې ورځې برید ټول وژنه بللې وه، خو د عامو وګړو د وژنې په تړاو یې څرګند شواهد نه دي وړاندې کړي.