نیپال کې د بس ټکر ۳۹ کسان وژلي

د نیپال په جنوب کې د یوه بس موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۹تنه وژل شوي دي.

زیاتره وژل شوي کسان د هند له شمال څخه ورغلي هندو زیارت کوونکي دي چې په کلنیو مذهبي مراسموکې د ګډون په موخه هلته تللي وو.

ظاهرأ ښکاري چې بس موټر په لامده سړک بریک نیولی او ورسره یوې کندې ته غورځېدلی دی.

په نیپال کې دا راز پېښې ډېرې دي ځکه زیاتره سړکونه کوچني او په غرنیو سیمو کې دي او د جوړښت له پلوه کمزوري دي.